IQNA

20:10 - April 17, 2020
د خبر لمبر: 3483039
تهران (ایکنا) - وسله والو طالبانو د بندیانو یوه بله شل کسیزه ډله خوشې کړه،

وسله والو طالبانو نن ( جمعه اپریل ۱۷) د بندیانو یوه بله شل کسیزه ډله په لغمان ولایت کې خوشې کړه، طالبان وايي دا ډله بندیان یې د لغمان مرکز ته څېرمه یوه سیمه کې خوشې کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند سهیل شاهین پر ټویټر یوه بیان کې ادعا کړې چې دا ډله بندیان د افغان حکومت د پوځ او پولیسو سرتیري دي. هغه دغه راز ادعا کړې چې دا کسان یې د مهترلام اړوند غازي بابا سیمه کې خوشې کړي دي.

وسله والو طالبانو د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د لغمان ولایت علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې شل تنه بندیان هم خوشي کړي وو چې، د دوی په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو کسان دي. د مالوماتو له مخې ۱۵ کسان په علیشنګ او پنځه تنه نور په علینګار ولسوالۍ کې خوشي شوي دي.

 

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: