IQNA

طالبان د اشرف غني په غوښتنه اوربند نه کوي

23:11 - April 18, 2020
د خبر لمبر: 3483047
تهران (ایکنا) - له دې مخکې ملګرو ملتو پر طالبانو غږ کړی ، چې له کرونا ویروس د مبارزې او په دې اړه دې د مرسته رسونې په موخې سره ا وربند وکړي .
د طالبانو یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد بیګا په یولړ څرګندونوکې مدعي شوی،د افغانستان ولسمشر اشرف غني  نیّت لري ،  له کرونا  ویروس دخوریدا په پلمه   د اوربند له فرصته د خپل ځان  قدرتمند کولو  لپاره استفاده وکړي .
 د طالبانو دغه ویندوي وئیلي دي  که د افغانستان حکومت د دجنګ د ختمیدا  او د اوربند پلوی وي ، نو باید دسولې  په سر  دې خنډونه نه جوړوي.
د افغانستان ولسمشر  اشرف غني د پنجشنبې په شپه  یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی،چې د ملګروملتو ،  دسیمې د هیوادونو او د  افغان ولس  او حکومت په حقه چغې  ته دې مثبت ځواب ورکړي او جنګ دې ودروي  او  په دغه هیواد کې دې د کرونا ویروس له لازیاتې خوریدا څخه دمخنیوي لپاره  اوربند وکړي.
 له دې مخکې ملګرو ملتو  هم پر طالبانو غږ کړی ، چې  له کرونا ویروس  د مبارزې او  په دې اړه دې د مرسته رسونې په موخې صسره  ا وربند وکړي .  خو طالبانو وئيلي دي ، که د دوي تر کنټرول لاندې سیمې کې  کرونا ویروس خور شي ،نو طالبان به یوازې  په همدغو سیمو کې  جنګ ودروي .
تهران پښتو راډیو
captcha