IQNA

طالبانو امریکا د قطر موافقې په خلاف ورزۍ تورنه کړه

21:06 - April 20, 2020
د خبر لمبر: 3483056
تهران (ایکنا) - دغه موافقې نه یوازې ماته خوړلی ده بلکې له ډیرو چیلنجونو سره مخامخ شوی ده او په افغانستان کی یې د جنګ په ختمولو او امنیت په تامیننولو کې هیڅ اغیز ندې شیندلې او په دغه هیواد کې ناامنی ورځ په ورځ زیاتیږي

طالبانو ویلي، د سولې له هوکړې وروسته د مارچ له شپږمې نېټې د اپریل تر ۱۰مې پورې امریکایانو په ۱۹ ولایتونو کې پر طالبانو ۵۰ بریدونه ترسره کړي دي، چې ۳۳ بریدونه یې د ډرون له لارې شوي دي .په زابل کې ۱۲، په میدان وردګو کې ۵، په کندهار او کندوز کې څلور – څلور، په هلمند ، کاپيسا، لغمان او بدخشان کې درې- درې درې، په فراه او ارزګان کې دوه دوه، خو په پکتیکا، پکتیا، غزني، لوگر، بادغیس، جوزجان، بغلان، تخار او ننگرهار کې یو یو برید شوی دی.

طالبانو ویلي، چې له دې منځه په ۱۷ بریدونو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي خو په ۳۳ بریدونو کې بیا د طالبانو په وینا ۶۵  ملکیان وژل شوي دي

طالبانو په دې تړاو پخوا هم ویلی  وو چې امریکايي لوری او ملګري یې د سولې هوکړې ته ژمن نه دي، مګر افغان ځواکونو ویلي وو، طالبانو د سولې له هوکړې وروسته پر افغان عسکرو ۲۵۰۰ بریدونه کړي دي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونو د ډېرې اړتیا په صورت کې پر طالبانو ۳۰۰ بریدونه ترسره کړي دي.

تهران راډیو

captcha