IQNA

د امریکا عراق ته د داعش د بیا راوستلو پلان

17:29 - May 04, 2020
د خبر لمبر: 3483114
تهران (ایکنا) - د عراقي هاشد الشعبي یو لوړ پوړي قوماندان وویل: په صلاح الدین ولایت کې د الشباب ځواکونو وروستي برید د امریکا د پلان او ملاتړ سره د داعش ترهګرو بیرته عراق ته د راوستلو یوه هڅه وه.

له المعلومه څخه په نقل، د عراق د حشد الشعبي قوماندان قیس الانبري وویل:  امریکا پلان لري چې د داعش ترهګره ډله د انبار صحرا او د حمرین د غرونو له لارې عراقي ولایتونو صلاح الدین او انبار ته بیا را ستانه کړي.

هغه زیاته کړه: د صلاح الدین ولایت په میکشیفه کښې د حشد الشعبي ځواکونو باندې وروستۍ برید، د امریکا ملاتړ او دغه ولایت ته د داعشیانو بیرته راوستلو هدف سره ترسره شوی.
د حشد الشعبي دغه قوماندان ټینګار وکړ: دارنګه پلانونه به کامیاب نشي او ضروري ده چې په عراق کښې پاتې داعشیانو د لټون او نابودی لپاره پراخه عملیات ترسره شي.
د شنبې په ورځ سهار د تکریت په مکیشیفه سیمه کښې د حشد الشعبي په یو مرکز داعش برید کړی و چې په دغه برید کښې د حشید الشعبي ۱۱تنه شهید شوې وو.
په دې اړه حشد الشعبي په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ: د حشد الشعبي ډلې او داعش ترهګرو ترمینځه د تکریت په مکیشیفه او بلد کښې یو شمیر داعشیان مړه شوې دي.
3896313

captcha