سيد حسن نصرالله پرون د حزب الله د يو قوماندان مصطفی بدرالدين د شهادت د کليزې په مناسبت په يوه وېنا کښې وويل، د ايران مقصد د سوريې د تشخص ساتنه او د دغه هېواد له خپلواکۍ او ارادې څخه محافظت دے دې لپاره چې د امريکې او اسرائيلي رژيم لاسو ته ورنه شي.
حسن نصرالله په دې باندې په تاکيد سره چې ايران په سوريې کښې د نفوذ لپاره له هيڅ هېواد سره سيالي نه کوي زياته کړه، په سوريې کښې د ايران هدف په سوريې باندې د امريکې او اسرائيلي رژيم د تسلط مخنيوے دے، له دې امله ايران هيڅکله د سوريې په چارو کښې مداخلت نه کوي.
هغه د دې په بيانولو سره چې صهيونېسټ رژيم په سوريې کښې له بدلونونو څخه په وحشت کښې راغلے دے واضحه کړه، همدا وجه ده چې صهيونېسټ رژيم د پلان شويو لانجه جوړونو کوشش کوي.
هغه همدارنګ په دې باندې په تاکيد سره چې اسرائيلي رژيم او د هغه ملاتړ له سوريې سره په جنګ کښې ماتې خوړلې ده وويل، سوريه د امريکې، اسرائيلو او سعودي د پلان لپاره يو ستر مشکل ګڼل کيږي چې مقصد په سيمه باندې تسلط دے.