IQNA

22:27 - July 03, 2020
د خبر لمبر: 3483343
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي جمهوریت د لارو او د ښارونو د جوړولو وزیر محمد اسلامي د روان میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د خواف او د هرات د اورګاډي د پټلۍ د کار د بشپړیدا او د کار د پیلیدا خبر ورکړ .

هغه نن په دې خبرې سره چې له خواف څخه هرات ته د اورګاډي پټلۍ د ایران او د افغانستان د حکومتونو په پانګونې سره جوړیږي وویل ایران ته د اورګاډي د پټلۍ اړونده برخه د بشپړیدا په حال کښې ده .

د ایران د لارو او د ښارونو د جوړولو وزیر محمد اسلامي له سرحدي سیمې د ایران په شمال ختیځ کښې تر خواف ولسوالۍ پورې د اورګاډي د دغه پټلۍ اوږدوالی شپږ شپیته (۶۶) کلومیټره اعلان کړ او ویې ویل د افغانستان د اورګاډي پټلۍ به له دې لارې د ایران او د نړۍ د نورو سیمو له عمومي پټلیو سره وصل شي .

د ایران او د افغانستان ترمینځ د مواصلاتي اورګاډي د پټلۍ جوړول ، د اورګاډو له لارې د دواړو هیوادونو ترمینځ د شیانو د صادرولو او واردولو امکان او له ازادو اوبو سره د افغانستان وصلول د دغه اورګاډي په ګټو کښې شاملې دي .

parstoday.com

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: