IQNA

د افغانستان ٪۹۰ وګړو ته د مرستو پروګرام پیلېږي

17:50 - July 18, 2020
د خبر لمبر: 3483407
تهران (ایکنا) - د افغانستان حکومت وايي، له کورونا وېروس ځپلو سره د مرستې لپاره یې د "ملي دسترخوان" په نوم د خوراکي توکو مرستو یو(1) نوی پروګرام اعلان کړی، چې په دوو پړاوونو کې به یې پربنسټ کابو ۹۰ سلنه افغانان برخمن شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، دا پروګرام به په ۳۴ ولایتونو کې عملي کېږي.
د ارګ په وینا دغه مرستې به د ولسي تړون له لارې ویشل کېږي او پر دولت سربېره به مدني ټولنې، د دولت پر کړنو د څار بنسټونه او عام ولس نظارت کوي.
افغان حکومت له دې مخکې د هغو افغانانو سره، چې د کورونا وېروس له امله یې پر کور ناستي او اقتصادي کمزوري شوي وو، د وچې ډو‌ډۍ مرسته کوي، چې د وېش پر ناعادلانه ویش یې نیوکې شوي دي.
ارګ وايي، په لومړي پړاو کې به ۳۴ ولایتونو کې ۱٫۶۷ میلیون کورنیو ته د ۸۸ میلیون ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو بستې، چې غوړي، وریجې، لوبیا، اوړه او د لاس مینځلو صابون پکې شامل دي، ووېشل شي.
ولسمشر غني په تېرو خوراکي مرستو کې د بډو په تړاو وویل: "له ځینو ځایونو معلومات راغلي وو چې ولسوالان غواړي د پیسو یوه برخه دوی ته ورشي، که مخ مې دې ولید، له پښو مو راځړوم. که څوک غواړي د بې وزلو له پیسو خپل جیب ډک کړي، دا نه یوازې له ولس سره خیانت دی بلکې له خدای سره هم خیانت دی."
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ملي دسترخوان، چې ۲۴۶ میلیون ډالر لګښت پرې راځي، لویه برخه به یې د کورونا په برخه کې د مرسته شویو پروګرامونو سپما او ملي بودیجې د تخنیکي پروژو پیسې دي.
ښاغلي غني زیاتوي ملي دسترخوان مرستې به لومړی په هغو ولایتونو کې پیل شي، چې د ولسي تړون پروګرامونه اوس عملاً پکې عملي کېږي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ارګ کې د ملي دسترخوان پروګرام په پرانیستغونډه کې وویل، د وچې ډو‌ډۍ په شان دا مرستې به د والیانو او ولسوالاانو په مشرۍ په سیمو کې اړین کورنیو ته ویشل کېږي.
ښاغلي صالح وویل، د ملي دسترخوان په دویم پړاو کې به ۲۳۰ ولسوالیو ته مرستې رسېږي.
د ښاغلي صالح په وینا، یې د ملي دسترخوان په دغو مرستو کې د افغانستان د نفوس، چې نژدې ۳۳ میلیون دی، ۹۰ سلنه ته ورسېږي.
امرالله صالح وویل، دا مرستې به د حکومت په څارنه د ولس په لاس وېشل کېږي:
"په کومو ولایتونو کې کومو کورنیو سره باید مرسته وشي، حکومت د څارنې حق لري او ولس هم باید ټول بنسټونه قومي مشران، علماء او شوراګانې مرسته وکړي چې د فساد مخه ونیول شي او که فساد پېښېږي، په جدي توګه به عکس العمل ورسره ښودل کېږي."
ښاغلي صالح وویل، د ملي دسترخوان په دویم پړاو کې به ۲۳۰ ولسوالیو ته مرستې رسېږي.
parstoday.com
captcha