ځينو خبري سرچینو د طالبانو ډلې له خوا د کویټه په شورا کې اوهمداراز په قطرکې ددغې ډلې د مرکچي ټيم په مدیریّت کې د ځينوبدلونونو خبرورکړی دی.
راپور ښئ ،طالبانو ډلې ددغې ډلې د پخواني مشرملاعمر دیرش کلن زوی ملایعقوب ددغې ډلې د پوځي مسئول په توګه ټاکلی او د طالبان د رهبرۍشورا څلورغړي ئېهم د خپل شل کسیزمرکچي ټيم غړي کړي ديد دغه بدلون په اساس،له دغه ټيم څخه د مولوی امیر خان متقي نامه حذف شوې او مولوی عبدالحکیم او مولوي ثاقب هم ددغه مرکچي ټيم غړي شوي دي .
وئیل کیږي،دغه بدلون ،د طالبانو ډلې پرسیاسی او پوځي برخو د ملاهیبت ا... اخوندزاده دلازیات کنټرول په خاطر شوی دی .
دغه بدلون ددې ښودنه کوي ، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دتش په نامه سولې وروستۍ موافقه چې ډونالډټرمپ ورځيني د سیاسی استفادې نیّت درلود ، له ماتې سره مخ شوې او نوره هیڅ باؤر نه لري.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني دتیرې پنجشنبې په ورځې په غزني کې پخپلو څرګندونو کې ټينګار کړی ، تر څو چې د طالبانو په وسیله د حکومتي بندیانو برخلیک معلوم نشي ، دسولې خبرې اترې په هیڅ نتیجه ورنکړي .