IQNA

17:40 - August 09, 2020
د خبر لمبر: 3483495
تهران (ایکنا) - د افغانستان ولسمشر اشرف غني د طالبانو ډلې د بندیانو د خوشي کولو په هکله د سولې د مشورتي لوې جرګې د سپارښتنې په تائیدولو سره وویل د طالبانو د څلورسوه (۴۰۰) بندیانو د خوشي کولو حکم به لاسلیک کړي .
هغه نن د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د ختمیدا په مراسمو کښې د سولې د مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک مادو ته په اشارې سره وویل طالبانو ډله اوس باید اووربند ومني او د کابل له حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي .
اشرف غني  په دې خبرې سره چې جنګ او ناامنۍ یوازې د خلکو لپاره بدبختۍ، کړاو او درد رامینځته کړی دی وویل جنګ حل لاره نه ده بلکې اتحاد او پیوستون د افغانستان د ټولنې شخړې ختمولای شي .
د افغانستان د سولې د مشورتي لوې جرګې د غونډې مشر عبدالله عبدالله هم وویل د سولې د مشورتي لویې جرګې پریکړه لیک د سولې د خبرو اترو اخري پلمه له مینځه یوړله .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له طالبانو وغوښتل په هیواد کښې جنګ بند کړي او له موجود فرصت څخه په استفادې سره د سولې خبرې پیل کړي .
تهران راډیو
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: