IQNA

ایران په افغانستان کې د سیاسي ځواکونو د یووالي په ضرورت ټینګار وکړ

21:33 - September 05, 2020
د خبر لمبر: 3483584
تهران (ایکنا) - دغه ایراني پلاوی چې له لوړ پوړو افغان چارواکو سره د سلا مشورې لپاره کابل ته تللی ، د افغانستان په سیاسي ځواکونو کې د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایران سفارت د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد له سفر وروستو یوه بیانیه خپره کړه، د افغانستان په اړه د ایران اصولي سیاست په تیرو دوه لسیزو کې د دغه هیواد لاسته راونو حمایت دی او په همدې اساس، تهران په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کیدو ملاتړ وکړ او له ټاکنو وروستو یې، د سیاسي سیالانو تر مینځه د اختلافاتو د حل او د دوی ترمینځ د تفاهم رامینځته کولو لپاره هر ډول هڅې کړې وي.
په دغه بیانیه کې راغلي: په دې مهم وخت کې ، په افغانستان کې د دایمي سولې د ترلاسه کولو په هدف د بین الافغانی خبرو اترو لپاره د چوکاټ د جوړولو مسله روانه ده، د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوی هم د هغه سیاسي اصولو په تعقیب کې یعني د جمهوریت د جوړښت او اساسي قانون د بقا لپاره له لوړ پوړو چارواکو په شمول د ولسمشر، د سولې د شورا مشر، پخواني ولسمشر، د بهرنیو چارو د وزارت مشر، د ملي امنیت مرستیال او ځینې نورو شخصیتونو سره د کابل په سفر کې کتنې وکړې.
په کابل کې د ایران سفارت په دغه اعلامیې کې ویلي چې په دې ټولو غونډو کې د دې لاسته راوړنو د ساتنې او په ځانګړي ډول د هیواد د قومونو د اساسي حقونو د ساتنې او په راتلونکي کې د دوی تر مینځه د اغیزمنې سولې په ضرورت ټینګار وشو.

تهران راډیو

captcha