د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: که امریکا په خپلو ژمنو او موافقې عمل و نکړي مونږ به هم له خپلو ژمنو وروستو شو، او په داسې حال بیا مونږ له نیواکګرو سره جګړې ته چمتو یو.
د طالبانو ویندوي همداشان له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار سره، د بهرنیو نه شتون او مداخله د بین الافغاني خبرو تر موافقې رسیدو لپاره مهمه وبلله.
د طالبانو د ویندوي په وینا په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي عامل د بهرنیو ځواکونو شتون دی چې خلک جنګ ته هڅوي.