ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ، په دغه ویډیوئي فلم کې چې په مجازي فضا کې خپور شوی او ډیرو کسانو لیدلی او هرکلی ئې کړی دی ، ددغه ریستوران مشر کبابچي صبحي دغه ریستوران ته د ځوان قاری محمود شحات په ورتلو سره دهغه تود هرکلی او روغ بړ کړی او په هغه ځاي کې چې د هغه او دهغه دملګرولپاره رزرؤ شوی ؤ ، کیني او پخپله دهغه میلمه پالنه کوي .
وئیل کیږي ، دغه پروګرام څو کاله مخکې د کباب د نړیوالې ورخې په مناسبت په ریستوران کې د محمود شحات په شتون سره چې هر کال دجولائي د میاشتې په دوهمه جمعه جشن جوړیږي ، اجرا شوی دی .