IQNA

له عراقه د امریکا په وتلو سره سوله ټينګیدلی شي

19:49 - November 08, 2021
د خبر لمبر: 3484928
تهران (ایکنا ) - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي ووئیل ، له عراقه د امریکا په وتلو سره به په دغه هیواد کې سوله او ثبات ټینګیدلی شي.

ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،دایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن په  خبری کنفرانس کې د عراق د حالاتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ټول هیوادونه باید د عراق د قانون درناوی وکړي او امریکا باید هرڅومره زر چي وي د امنیت د راتلو لپاره له عراق څخه ووځي.

هغه د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان ټلفني اړیکي ته په اشارې سره، وویل: ټول هیوادونه د دې مسئولیت لري چي عراق سره مرسته وکړي، ځکه چي سوله او ثبات د ټولو همکارۍ ته ضرورت لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکې د ملی امنیت د سلاکار د خبرو په غبرګون کې ټاکید وکړ چی امریکا اوس د برجام د نړیوالی موافقې غړی نه دی نو نه شي کولای د دې موافقې په چوکاټ کې غوښتنې مطرح کړي.

د امریکې سلاکار ادعا کړې وه چي ایران باید د برجام په برابر خپلي ژمني پوره کړي تر څو امریکا دې موافقې ته راستانه شي.

خطیب زاده زیاته کړه، تر هغه چي ایران د بندیزونو له لیري کېدو څخه ډاډمن نه شي د برجام موافقه نه پلي کوي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i108048

captcha