IQNA

16:51 - November 10, 2021
د خبر لمبر: 3484940
تهران (ایکنا) - په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ویاند په نوي ډیلي کښې د سیمه ایز امنیت د خبرواترو د غونډې د ترسره کیدو هرکلی کړی دی

ایکنا خبری آژانس  د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ویاند په نوي ډیلي کښې د سیمه ایز امنیت د خبرواترو د غونډې د ترسره کیدو هرکلی کړی دی

انعام الله سمنګاني نن وویل چې د طالبانو حکومت د افغانستان په هکله له سیمه ایزو غونډو ملاتړ کوي او هغه د هیواد او سیمې په ګټه ګڼي.

هغه زیاته کړه: د سیمې او ګاونډي هیوادونه په دې خبره یوه خوله دي چې باید په افغانستان کښې امنیت ټینګ شي، اقتصادي پرمختګ وکړي او خپلواکه وي ځکه چې دا د افغانستان او سیمې دواړو په ګټه دي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i108144

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: