ایکنا خبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ویاند په نوي ډیلي کښې د سیمه ایز امنیت د خبرواترو د غونډې د ترسره کیدو هرکلی کړی دی
انعام الله سمنګاني نن وویل چې د طالبانو حکومت د افغانستان په هکله له سیمه ایزو غونډو ملاتړ کوي او هغه د هیواد او سیمې په ګټه ګڼي.
هغه زیاته کړه: د سیمې او ګاونډي هیوادونه په دې خبره یوه خوله دي چې باید په افغانستان کښې امنیت ټینګ شي، اقتصادي پرمختګ وکړي او خپلواکه وي ځکه چې دا د افغانستان او سیمې دواړو په ګټه دي.