IQNA

اسلامی ایران د افغانستان جوړولو او بیا رغولو ته تیار دی

16:40 - November 17, 2021
د خبر لمبر: 3484982
تهران (ایکنا)-د افغانستان په چارو کښې د ایران استازي په دې خبرې سره چې افغانستان یو بډایه او له طبیعي سرچینو ډک هیواد دی، وویل: افغانستان د ایران رغولو ته چمتو دی

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي نن په کابل کښې د ایران او طالبانو د پلاویو په ګډه غونډه کښې څرګنده کړه: ایران په افغانستان کښې تخنیکي او انجنیئري خدمات وړاندې کول غواړي څو په دغه هیواد کښې کارخانې جوړې شي او صنعت یې فعال شي.

د افغانستان په چارو کښې د ایران استازي په دې خبرې سره چې نورو موقع ور نه کړه چې افغانستان خپلې وړتیاوې وغوړوي، هیله وښودله چې په نویو حالاتو کښې د افغانستان بډایه ظرفیتونه وغوړیږي او د ایران اسلامي جمهوریت به د دې کار د عملي کیدو لپاره خپل پوره پوره کوشش وکړي.

کاظمي قمي وویل: په کابل کښې د ایراني پلاوي شتون په دې وجه دی چې په نویو حالاتو کښې د افغانستان د ځینو ستونزو د هواري لپاره له طالبانو سره څرنګه کار کولې شو.

هغه هم داشان له جوړو شویو کمیټو وغوښتل چې د ګډې ملګرتیا د عملیاتي لاروچارو په لړ کښې موافقې سره، له رامینځته شوي فرصته د افغانستان د مرستې لپاره ګته پورته کړي.

د ویلو ده چې د ایران او طالبانو د پلاویو ترمینځ د کاري ډلې په غونډه کښې اووه کمیټې جوړې شوې چې په کښې کلتوري، اقتصادي، د کډوالو د چارو، سیاسي، امنیتي، سرحدي او د اوبو او بریښنا د چارو کمیټې شاملې دي.

 https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i108452

captcha