IQNA

طالبان په افغانستان کې د ښځو او انجونو له زده کړې سره هیڅ مشکل نه لري

16:49 - November 19, 2021
د خبر لمبر: 3484993
 تهران (ایکنا) -له دې مخکې د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد  وئیلي وو ،چې  طالبان د میرمنو لپاره د یوې لافعاله او مؤثرې  ادارې د فعالولو  پلویان دي .

ایکنا خبری آژانس د تسنیم  له قوله  راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت د معارفو وزارت سرپرست نورا....منیر په یولړ څرګندونو کې  په دې باب ووئيل ښونځیو ته د افغانستان د درستو انجونو دبیرته ګرځیدا لپاره هلې ځلې هم دوام لري .

د منیر په وینا، په افغانستان کې د ښځو د زده کړو لپاره باید یو پلان موجود وي او په یوې اسلامی ټولنې کې زده کړې هم باید په اسلامی چوکاټ کې ترسره شي . 

د طالبانو د معارفو وزارت سرپرست روښانه کړې ده ، دینی مشران او عالمان په افغانستان کې د ښځو  دزده کړې  په باب په یوه جامع پلان بوخت دي په دې توګه چې  د افغانستان له کلتور  او اسلامی شریعت سره سمون وخوري .

 له دې مخکې د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد  وئیلي وو ،چې  طالبان د میرمنو لپاره د یوې لافعاله او مؤثرې  ادارې د فعالولو  پلویان دي .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/08/28/2610528/طالبان- 

captcha