IQNA

نړۍ دې د طالبانو حکومت په رسمیّت وپيژني

16:48 - November 25, 2021
د خبر لمبر: 3485026
  تهران (ایکنا) -د طالبانو یوه سرپرست وزیر عبدالمنان عمري ووئيل، نړۍ په افغانستان کې د مشکلاتو او بحران خبرې کوي ،خو  ددغو ترینګلتیاؤ د حل لپاره  هیڅ کار نه کوي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله  راپور  ورکړ ، د افغانستان  دطالبانو د موقته حکومت د عامه فوایدو  وزارت سرپرست عبدالمنان عمري  پر نړیوالې غږ کړی ،  دغه حکومت دې په رسمیّت وپيژني .

   عمري صیب  د افغانستان په باب په بې پروائۍ د نړیوالې ټولنې په تورنولو سره ووئيل ، که  نړۍ له افغانستان سره دتعامل غوښتونکي ده ،نو باید  دغه حکومت  دې په رسمیّت وپيژني .

  عبدالمنان عمري دغه راز ووئيل ،  نړۍ  په افغانستان کې د مشکلاتو او  بحران خبرې کوي ،خو  ددغو ترینګلتیاؤ د حل لپاره  هیڅ کار نه کوي .

 د طالبانو دموقته حکومت د عامه فوایدو  وزارت سرپرست  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ولې تر دې مه  یوه هیواد هم د طالبانو حکومت  په رسمیّت نه دی پيژندلی ، ووئيل ، طالبانو هغه څه چې  لازم ؤ ترسره کړي ئې دي ،خو  دا نړیواله ټولنه ده چې  ددغه حکومت  د په رسمیّت پيژندنې په وړاندې دوه ګوڼی  چلند کوي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i108808

captcha