IQNA

قانون د عدالت د اجرا چورلیز دی

18:26 - December 01, 2021
د خبر لمبر: 3485056
تهران (ایکنا) - د اسلامی ایران ولسمشر د پارلیمان د ډیرې مهمې دندې په توګه په قانون جوړونې باندې په ټینګار سره هم وویل: د ټولنې د حرکت لپاره لاره سمول، د پارلیمان ډیر مهم مسئولیت دی.


ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن د پارلیمان د ورځې په مناسبت د اسلامي شورا او حکومت په ګډه غونډه کښې وویل: قانون د عدالت چورلیز دی او هرڅومره چې قانون اجرا شي، دومره عدالت ټینګیږي.
د اسلامی ایران ولسمشر د پارلیمان د ډیرې مهمې دندې په توګه په قانون جوړونې باندې په ټینګار سره هم وویل: د ټولنې د حرکت لپاره لاره سمول، د پارلیمان ډیر مهم مسئولیت دی.
ښاغلي رئیسي زیاته کړه چې نن سبا اسلامي شورا د خلکو د ارادې او راې انعکاس دی او قانون جوړونه د دغه ارګان د کار یوه برخه ده او ټول باید ځانونه د هغې په اجرا موظف وګڼي.
د ایران ولسمشر د شهید مدرس د شهادت کلیزې او د پارلیمان ورځې ته اشاره وکړه او د معنویت او سیاست ترمینځ تړون یې د دغه شهید د ژوند ډیره مهمه برخه وبلله او ویې ویل: دین د انسان ژوند اداره کولې شي او ټولې اړتیاوې یې پوره کولې شي.
په دغې غونډې کښې د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر محمد باقر قالیفاف هم وویل: هیله لرم چې ولسمشر د بهرني سیاست او د بندیزونو د ختمولو په برخه کښې په خپلو هلوځلو او په ښې او عزتمندانه مذاکرې او عادلانه موافقې سره، د خلکو حق واخلي او د ایران له ګران او مقاوم ولسه دا ظالمانه بندیزونه لرې شي.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i109052

captcha