IQNA

د شهیدانو پيغام باید د مسئولانو د مسئولیّت احساس او د ملت اتحاد اوهڅه لازیاته کړي

15:06 - December 02, 2021
د خبر لمبر: 3485058
د ایران ملت د شهیدانو دپيغام په آوریدو سره باید  خپل اتحاد ،انګیزه او زیار لازیات کړي او مسئولان  هم د ټولنې او هغه امنیت په وړاندې چې شهیدانو پخپلو وینو سره د  هیواد لپاره برابر کړی ، لازیات مسئولیّت احساس کړي .

ایکناخبری اژانس د رهبرۍ د سایټ له قوله راپور راکړ ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې په ټينګار سره چې هیڅ یو ملت به له مجاهدت او  د سختیانو له زغملو پرته  اوج او د بریالیتوب څوکو ته ونه رسیږي ،وفرمائیل ، د ایران ملت د شهیدانو دپيغام په آوریدو سره باید  خپل اتحاد ،انګیزه او زیار لازیات کړي او مسئولان  هم د ټولنې او هغه امنیت په وړاندې چې شهیدانو پخپلو وینو سره د  هیواد لپاره برابر کړی ، لازیات مسئولیّت احساس کړي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت  الله العظمی سید علی خامنه اي د ایران د ایلام ولایت د درې زره شهیدانو د کانګرس  له مسئولانو سره په کتنې کې  چې د لړم د میاشتې په دیرشمه نیټه ترسره شوي وه ، نن سهار ددغه سمینار  دترسره کیداپه ځاي کې خپره شوه .

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  په دغې کتنې کې  له هیواده په دفاع کې  اړخیز شتون ، مقاومت  او د  څو شهیدانو لرونکو کورنیو زیات شمیر  د ایلام ولایت کم ساری خصوصیّت وبالۀ او وې وئيل ،  ایلام د سپيڅلي دفاع په پړاؤ کې دی وه پیاوړي کلا په  څير مقاومت  کړی  او  سره له دې چې  ځيني سیمې ئې په ځینو وختونو کې د  دښمن  لاس ته ورغلې وې ، خو بیا ئې هم لکه دغره په شان کلک ودریدل او مقاومت ئې وکړ .

د اسلامی انقلاب معظم  لارښود، د ۱۳۶۵لمریزکال  د سلواغې دمیاشتې په ۲۳نیټه د فټ بال د سیالۍ په ځاي د بعثي رژيم د بمبارۍ له المه د ایلام د لوبې کتونکو او لوبغاړو شهادت د شهیدشوو لوبغاړو د مظلومیّت یادونه  وبلله  او ددې خبرې په کولو سره صدام دغه جنایتونه د بشری حقوقو د نړیوالو مدعیانو په ملاتړ سره ترسره کول زیاته کړه ، لیکوالان او هنرمندان دې دغه  حقایق  په نړیوالو اړخونو کې معرفي کړي او بشري حقوقو دروغجن مدعیان دې رسواکړي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښودد ایلام  د ولس د استقامت  روحیې  او له سختو بمباریو سره سره دخپلو کورونو او ښار نه پریښودو ته په اشارې سره ووئيل ،د جنګ  دباؤ ونه توانید، د دغه ولس د استعدادونو اووړتیاؤ د راڅرګندیدا خنډ شي او د همدغو بمباریو په  دوران کې ئې د شهید رضائي نژاد په  شان تابغه  او وړ ځوانان وروزل  چې د ښمن کله هغه د هیواد ترقۍ او لوړتیا سبب ولید ، نو د خپلې ماندنې او واړې لور په وړاندې ئې شهید کړ .

دوي همدرااز دشهید او شهادت موضوع په دنیان کې له دودو جنګونوقربانیانو څخه په توپیر کې وبلل او زیاته ئې کړه ، د خداي په لاره کې مبارز او شهیدد جغرافیائي  سرحدونو څخه پر ارزښتمنې دفاع سربیره ،  د مهمو معنوي پولو ،یعني  دعقیدې ، اخلاقو،دین ، کلتور او د هویّت  دپولو هم دفاع کوي او  له خپل پروردګار سره  خپل تعهد  ته په صادقانه پابندۍ سره  خپل ژوند  له خداوندمتعال سره معامله کوي .

https://iqna.ir/fa/news/4017885/%D9 

captcha