IQNA

16:01 - December 02, 2021
د خبر لمبر: 3485062
تهران (ایکنا) -په افغانستان کې د طالبانو د موقتې ادارې د بهرنیو چارو سرپرست  امیر خان متقي د نړۍ له هیوادونو  غوښته وکړه،په کابل کې خپل  سفارتونه له سره پرانیزي.

ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، په افغانستان کی د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل توویتر کې ولیکل: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دوحه کې د نړۍ د ۱۶ هیوادونو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتنه وکړه ،په کابل کې خپلي سفارتخانې له سره پرانیزي او خپل ډیپلماټیک فعالیتونه پیل کړي.

بلخي زیاته کړه: په دغه لیدنه کې د جرمني، کاناډا، فنلاند، نیوزلاند، ایټالیا، جنوبی کوریا، د اروپایي اتحادیې کمیشنر، اسپانیا، امریکا، ناروې، سویډن، هالنډ، اسټرالیا، برتانیې او جاپان استازو شتون درلودو.

اوسمهال په افغانستان کې د لسو هیوادونو سفارتونو خپل فعالیتونه له سره پیل کړي دي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i109110

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: