ایکناخبری آژانس له ملایشیا راپور راکړ، د ملایشیا د ولسی غورځنګونو مشورتي شورا په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې چې ددغې شورا مشر عزمي عبدالمجید لاسلیک کړې ده ، د ایران او ۴+۱دلې ترمینځ د ویانا د ایټمي خبرواترو په باب لیکلي دي ،اسرائيلو اوس خپل ښکاره استعماري خصلت د امریکا تر امر لاندې د یوه رژيم په توګه نندارې ټه وړانډې کړ . هغه مهال ،چې ددغه تیریګر رژيم لومړی وزیر له امریکا غواړي ، د ایران ایټمي خبرې اترې دې سملاسی ودروي.
دا چاره په ځان له سر ښئ چې متحده ایالات څرنګه د ایران د ایټمي موافقې د دیکته کولو لپاره د اسرائيلو لپاره په یوه آوزار بدل شوی دی . داسې ښکاري ، چې اسرائيلو متحده ایالاتو ته دیکته کوي چې له ایران سره څرنګنه حتی د خپل حاکمیّتي حقوقو په باب چلند وکړي .
د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس راپور ښئ چې ایران په همداوروستیو کې په فردو ريئکټر کې په پرمختللو سنټرفیوژونو سره په شلو فی صدو سره دیوارنیمو پخول پیل کړی دی . ایران پر ایټمي نیکنالوجۍ د هغه حاکمیّت حق لري ،چې پراختیا ورکوي .
دا متحده ایالات وو ،چې په یواړخیز ډول له جامعې نړیو الې ایټمی موافقې ووتل . د امریکا دوخت کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په ۲۰۱۸کال کې له امریکا له دغې نړیوالې ایټمي موافقې وباسله. ایران په حقیقت کې د بندیزونو دلغوه کولو په بدل کې دخپل ایټمي پروګرام له سختو محدودیتونو څخه تبعیّت وکړ .
مونږ په دې اند یوو چې ایران حق لري ، دبهرنیو قدرتونود تمې وړ هرډول حملې په وړاندې له خپل ځانه دفاع وکړي ، دنیا باید هیڅکله هم په کوم دلیل اسرائيلو ته د جنګ اجازت ورنکړي او دا چې خپلې موخې د نړیوالې ایټمي موافقې په باب دیکته کړي .
په دغې اعلامیې کې وړاندې راغلي دي ، مونږ له ایران سره د خپل سوله ایز ایټمي پروګرام د دوام لپاره د خپل حق په تعقیبونې کې ورسره د پيوستون اعلان کوو ، مونږ ایران ته دموساد ادارې پیغام په دې خبرداری سره چې دایران اسلامی جمهوریت به هیڅکله هم ایټمي وسلط ونه لري ، محکوم کوو ، د موساد دګواښ دلیل په سیمې کې د اسرائيلو دبشپړ امنتی تضمین دی . مونږ هم د سولې په ګټه د ایران د ولس په ګټه د یوې عادلانه حل لارې لپاره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې بشپړ احیاء غواړو .