IQNA

طالبان وائي افغانستان په باب د ملګروملتو وروستۍ فیصله بې انصافه ده

16:17 - December 07, 2021
د خبر لمبر: 3485082
تهران (ایکنا)- په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزارت د ملګروملتو له خوا د دغه حکومت د رسمیّت پيژندلو په ځنډولو باندې غبرګون ښودلی او دغه اقدام ئې بې انصافه بللی او په دغې فیصلې کې ئې د بیا کتنې غوښتنه کړې .

ایکناخبری اژانس د فارس له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو  د موقته حکومت خارجه وزارت  دملګروملتو  له خوا د دوي د حکومت  د رسمیّت پيژندلو د مسودې د ځنډیدا په باب د پریکړه لیک په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې او وئيلي ئې دي ، نوي حکومت د یوه خپلواکه حکومت او یوه مسئول نظام په توګه  چې د خپل ولس امنیت ئې تامین کړی دی ، حق لري ، چې په ملګروملتو کې د افغانستان د ولس داستازي په توګه  رول ولوبوي . 

په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ،د افغانستان د ولس د روا حقوقو څخه انکار کول  هیڅ ګټه او قانوني بڼه نه لري ، د افغانستان د ولس څوکۍ  دهغه چا په لاس کې ده چې  له دغه هیواد سره هیڅ ډول کاري بڼه نه لري او  همداراز  دهیواد په یوې برخې هم واکوالی  نه کوي او د افغانستان د ولس پر روا حقوقو سترګې پټوي .

داپه داسې حال کې دي چې د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ دافغانستان په باب یو نوی پریکړه لیک صادر کړی ، چې په اساس ئې د طالبانو د حکومت په رسمیّت پيژندل ځنډول شوي دي .د وئيلو ده چې  طالبانو سهیل شاهین  په ملګروملتو کې د افغانستنا دایمي استازی معرفي کړی دی .

  https://www.farsnews.ir/news/14000916000360/واکنش-طالبان 

captcha