ایکناخبری آژانس د آوا له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، طالبان د هیواد د لرغونو آثارو په ساتلو سره د تخریب شوو آثارو په مرمتولو پسې شوي دي .
پر افغانستان د طالبانو په حاکمیّت پسې ، د نړیوالو اورګانونو یوه جدي اندیښنه ، ددغه هیواد د تاریخي او لرغونو آثارو تاواني کیدل دي .
ذبیح ا.... مجاهد زیاته کړې ،که څه هم سیلانیان افغانستان ته ډير لږ شان راځي ، خو دامنیتی حالاتو په ښه کیدا سره هڅه کوو ، دبهرنیو سیلانیانو د منلو زمینه برابره کړو.
په وروستیو کلونو کې دجنګ اوجګړو اوناکراریو په دلیل د افغانستان په مختلفو سیمو کې ددغه هیواد ډیرو لرغونو آثارو بې شمیره تاوانونه لیدلي دي .