IQNA

په کابل کې یو دیني عالم باندې ځان مرګی برید شوی

18:31 - December 17, 2021
د خبر لمبر: 3485125
تهران (ایکنا) – د افغانستان په کابل کې پر یوه دیني عالم ځان مرګي حمله شوې چې  دهغه پشمول څلور کسان پکې ټپیان شوي دی .

ایکناخبری آژانس د دری ریډیو له قوله راپور راکړ،عینی شاهدان وائي ، چې دغه چاودنه د یوه دینی عالم مولوی عبدالسلام  عابد پر ګاډي  چې دقرآن کریم قاری او جماعت امام هم دی نن  په کابل کې شوې چې وروستي راپورونه ښئ هغه او ورسره درې نور کسان پکې ټپيان شوي دي .

دطالبانو دموقته حکومت د کورنیو چارو وزارت دغه خبر تائيد کړی او وئيلي ئې دي ،مولوي عبدالسلام عابد په دغې چاودنې کې بچ شوی ، البته د هغه درې ساتونکي ټپيان دي .

مولوي عبدالسلام عابد د قرآن اوحدیث استاد ، د احساس ټولنیز خدماتو د خیریه موسیسې  عمومی مسئول  او پيژندل شوی شخصیت دی چې نه یوازې په دیني غونډو او  دقرآن کریم په درس کې ،بلکې د ټولنیزو خدماتو او له بې وځلو او اړمنو سره دمرستو په څير  په نورو حوزو کې  هم د احساس په نامې دخیریه موسیسې مسئولیّت په غاړه لري  چې له دې لارې  ئې دافغانستان اړمنو په زرګونو  خلکو سره مرستې کړي ډي .

https://iqna.ir/fa/news/4021526/%D8

captcha