IQNA

د ایران دخارجه وزیر سلاکار د افغانستان د حالاتو دجاجونې لپاره پاکستان ته سفروکړ

19:48 - December 17, 2021
د خبر لمبر: 3485128
تهران(ایکنا) – د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار سید رسول موسوي د اسلامی ملګرتیاموسیسې د لوړپوړو چارواکو په غونډې کې دګډون او د افغانستان د بدلونونو په باب  له پاکستانیو چارواکو سره دسلامشورو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړ .

ایکنا خبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ،رسول موسوي نن د پاکستان په اسلام اباد کې دسټراټژيکو مطالعاتو په اکاډمۍ کې  ددغې موسیسې  له مدیر اود شورا له غړو سره کتنه او د افغانستان د وروستیو حالاتو پشمول د دوواړخیزو اړیکو او د  سیمه ایزو بدلونونو په باب خبرې اترې وکړې .

په دغو لیدوکاتو کې د  اسلام اباد د سټراټژيکو مطالعاتو داکاډمۍ مشر خالدمحمود او په پآکستان کې  د ایران د سفیر مرستیال محمد سرابی هم شتون درلود.

ټاکل شوې ده د ایران د خارجه وزیر ځانګړی سلاکار سباشنبې ورځې د افغانستان د بدلونونو په ایجنډا سره د اسلامی ملګرتیا موسیسې  دغړو هیوادونو دلوړپوړو چارواکو  په غونډې کې ګډون وکړ ي.

د پاکستان په کوربتوب سره د د اسلامی هیوادونو دخارجه وزیرانو بیړنۍ غونډه په یکشنبې ورځې په اسلام اباد کې ددغه هیواد په ملی پارلیمان ودانۍ کې ترسره کیږي .

https://www.irna.ir/news/84580251/%D8%B3

captcha