ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو غونډه چې نن سهار پیل شوي ، د مختلفو هیوادونو دخارجه وزیرانو په ویناؤ سره هماغه راز دوام لري او زیاتره ویناوال په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په جوړولو ، په دغه هیواد کې دبشری حقوقو د رعایتولو او دغه راز د افغانستان له ولس سره د بشری مرستو د لیږدولو له موضوعګانوپه سر سره یوه خوله دي .
داپه داسې حال کې دي چې د اسلامي ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د بیړنۍ غونډې په ترڅ کې دپاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره لیده کاته هم وکړل .حسین امیر عبداللهیان په دغه کتنه کې وویل د ایران حکومت له ګاونډیانو په تیره بیا پاکستان سره د اړیکوپراختیا ته هوډمن دې او د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هر نوښت هرکلې کوی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی پاکستان له اسلامی ایران سره د خپلو اړیکو لپاره زیات اهمیت ته قایل دی ، په افغانستان کې د سولې او ثبات د پرمختګ لپاره د ایران او پاکستان په مهم رول ټینګار وکړ . او وې وئیل د افغانستان ګاونډي هیوادونه غواړي په افغانستان کې او دغه راز په درستې سیمې کې سوله ، کراری اوثبات ټينګ شي څو د سیمې اقتصاد او ټولنیزې چارې هم ورسره پر مخ لاړې شي او مونږ ټول یوه کراره او باثباته سیمه ولرل شو . دوي همداراز د افغانستان له ولس سره دنړیوالې ټولنې پر بشری مرستو هم ټينګار وکړ او وې وئيل ، باید نړیو اله ټولنه په سختو حالاتو کې د افغانستان ولس یوازې پرې نږدي او له دغه ولس سره انساني مرسته هم انساني او هم اسلامی مسئولیّت دی.