IQNA

OIC د افغانستان لپاره د انسان دوستۍد مالی مرستوبسپنه جوړوي

6:45 - December 20, 2021
د خبر لمبر: 3485145
تهران(ایکنا) - د  اسلامی ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو  خارجه وزیرانو د غونډې کې  موافقه کړې ،د افغانستان په اقتصادي بحران باندې دغور په خاطر  چې په ژمي موسم کې ئې میلیونونو  خلک له لوږې سره  لاس اوګریوان شوي ، د انسان دوستۍ  د مرستو یوه بسپنه جوړوي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د اسلامی ملګرتیا موسیسې خارجه وزیرانو د پرونۍغونډې په پایزې  اعلامیې کې  په دې په ټينګار سره چې   دافغانستان  د اقتصادي دړې وړې کیدا د مخنیوي لپاره   مالی سرچینو ته د دغه هیواد لاس رسی  ضروری دی ،  د افغانسان د تړل شوو شتمنیو  د آزادیدا غوښتونه شوې ده .

دغه بسپنه به  له نورو لورو سره په غږملتیا سره  افغانسان ته د مرستو دلیږد لپاره  داسلامی پراختیا  بانک په   چوکاټ کې جوړه شي . 

ددغې اعلامیې په  اساس به ،  له افغانستان سره د سیاسی او اقتصادي  تعاملاتو د تعقیبونې،  هلوځلو  او  د مرستو د غږمله کولو لپاره  دافغانستان په چارو کې یو ځانګړی استازی وټاکل شي .

  په دغې اعلامیې کې همداراز  په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې پر اهمیّت  او  د ترهه ګرو ډلو ټپلو  او تنظیمونو لپاره د یوه امن ځاي په توګه  د افغانستان  له خاورې څخه په نه استفادې د ډاډمنیدا پر اهمیّت هم ټینګار شوی دی . همداراز له افغان چارواکو غوښتل شوي دي ،په درستو برخو کې دې د ښځو او انجونو پشمول د درستو افغانانو د ګډون دپیاوړتیا لپاره  لاره پرانیزي .

د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو بیړنۍ ناسته د ۵۷اسلامی هیوادونو د استازو په شتون او دغه راز  په افغانستان کې  د  انسان  دوستۍ د وضعیّت د ارزونې لپاره د ناظر په توګه د پلاؤ په ګډون  سره په اسلام اباد کې پرون ترسره شوه .

د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر حسین  امیر عبداللهیان  په دغې ناستې کې په دې خبرې کولو سره چې  ایران  په افغانستان کې  د سیاسی او اجتماعي ثبات اوتل پاتې امنیت د سیمې  دډله ایزو ګټو په لړ کې  ارزوي  ووئيل ،  ملی پخلاینه ،  انسجام او  په حکومت او حکمرنۍ کې ټولشموله  ګډون ،  له ترهه ګرۍ ، ناامنۍ او بې ثباتۍ سره په مبارزې  کې  د ګاونډیو ،سیمه ایزو او اسلامی هیوادونو خیر غواړی او مثبت  رول لوبول  او دانسان دوستۍ مرستې ، د افغانستان له ولسه  دملاتړ لپاره سملاسي  اقدام او د روښانه راتلونکی  تضمین  دی .

د پاکستان لومړي وزیر  عمران خان هم د اسلامی ملګرتیا  موسیسې  د غونډې په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې  دافغانستان د بدلونونو په وړاندې دامریکا  کرغیړن  کړچار باندې په نیوکو سره  واشنګټن ته په خطاب کې خبرداری ورکړ،  په افغانستان کې ګډوډی  دهیڅ یوه لوري په ګټه  نه دی  او په دغه هیواد کې د بحران او ترینګلتیاؤ  د زیاتیدا نتیجې به یوازې د ایران او پاکستان پورې محدودې نه وي .

captcha