ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپورورکړ،د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن سهاروختي په یولړڅرګندونو کې ووئیل ، نړیواله ټولنه دې په دغه هیواد کې د لوږې له امله د میلیونونو خلکو د مرګ دمخنیوي لپاره له طالبانو سره ملګرتیاوکړي .
حامدکرزي دغه راز ووئيل،نړیواله ټولنه باید د افغانانو د اړتیاوړمرستوتامینیدا په لومړیتوب کې ولري اوپرطالبانودې خپله بې اعتمادي څنګةکړي.
هغه روښانه کړې،حقیقت دادی چې طالبان دم ګړۍد افغانستان واقعي چارواکي دي،پردې اساس د نړۍمشران باید له دغې ډلې سره ملګرتیا وکړي، څو د افغانستان له ولس سره مرسته وشي .
حامد کرزي د ملګروملتو د امنیت شورا دوروستي پریکړه لیک چې له بندیزونو سره سره،افغانستان سره دانسان دوستۍ د مرستو دلیږدولو اجازت ورکوي ، هرکلی وکړ .
د خوړو نړیوال پروګرام په کرتو وئيلي دي،چې د افغانستان نیمه آبادي دلوږې له جدی بحران سره مخامخ ده او له پنځو کلونو کم عمره درې اعشاریه دوه میلیون افغان ماشومان هم د مرګ له خطرې سره لاس او ګریوان شوي دي .