IQNA

طالبان د لویدیځ دباؤنو او غوښتنو ته هیڅکله هم نه تسلیمېږي

16:37 - December 26, 2021
د خبر لمبر: 3485177
تهران (ایکنا) -په افغانستان کښې د طالبانو حکومت وايي نړیوال یوازې د دې لپاره اقتصادي دباؤنه اچوي چې د دوی خبرې ومنل شي

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان  د طالبانو د لنډمهاله حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزي نن په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې نړیوال د دوي په حکومت دباؤ راوړي او هڅه کوي خپلې خبرې پرې ومني، نو له همدې امله یې اقتصادي فشارونو ته مخه کړې ده.

هغه یو ځل بیا ویلي چې د اقتصادي فشارونو په تړاو د امریکا اقدامات د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي او په کار ده چې له دغو کړنو په شا شي او د افغانانو شتمني ازاده کړي. ستانکزي ټینګار وکړ چې د نظام د پیاوړتیا لپاره د اصلاحاتو لړۍ چټکه ده او په بیلا بېلو برخو کې د مسلکي کسانو ګمارنه روانه ده.

د طالبانو د خارجه وزارت مرستیال زیاته کړې چې د افغانانو د یووالي لپاره کار کوي او ټول به په حکومت کې ونډه ولري. هغه پر نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري وکړي او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i110192

captcha