ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپورراکړ، د طالبانو دموقته حکومت خارجه زوارت په افغانستان د شوروي سرۀپوځ د حملې د دوه څلویښتمې کلیزې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي دي،د افغانستان آزادي غواړی او مسلمان ملت لکه څنګه د هر یوه نیواکګر نیواک او تیري نه زغمي،د نیواکګرانو په ضدئې عمومی جهاد پيل کړی او درست ئې له افغانستانه وشړل .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي،افغانستان د بل یوه هیواد په داخلی چارو کې ګوتې نه وهي او همداراز بل هیچا ته دا اجازت هم نه ورکوي ، چې د مونږ حقوق چخڼي کړي او د مونږ په کورنیو چارو کې ګوتې ووهي .
طالبانو په دغې اعلامیې کې زیاته کړې ده ،افغانان د یوه سوله غواړي ملت په توګه غواړي،له نړیوالې ټولنې سره د اسلامی او نړیوالو اصولو په اساس ښې او پیاوړي اړیکې ولرل شي،چې پکې چا ته د ضرر احتمال ئې نه وي او د ملتونو د آزادۍ حق هم خوندي وي .
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/10/06/2633196/طالبان-