ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان له شمالي ولايتونو بدخشان او پنجشير ه د طالبانو د خپلمنځیو اختلافاتو او وسله والو نښتو خبرونه ورکړل شوي دي.
د بدخشان د مرکز په فیض آباد ښار کې د لومړۍ امنيتي حوزې د آمر او د لېوا د قومندان د وسله والو تر می نځ نښته شوې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ طالب مشر مولوي معزالدين احمدي ويلي، چې په نښتې کې ډزې شوي، خو کوم ځاني زيان نه لري.
ځينو رسنيو بيا د خپلو سرچينو په حواله په دې نښته کې د حوزې د آمر د ټپي کیدو ترڅنګ د څو نورو طالب جنګياليو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.
بل لور ته د بدخشان په ګاونډ پنجشېر ولايت کې د عنابې ولسوالۍ د يوه بې غرضه ځوان له وژل کيدو وروسته د طالبانو چارواکو سره د پنجشېر د امنيت د آمر عبدالحمید خراساني اړيکې خورا ترينګلې شوي دي.
طالب مشرانو د پنجشېر د قضيې په اړه څه نه دي ويلي.