IQNA

د افغانستان د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی

16:36 - December 29, 2021
د خبر لمبر: 3485195
تهران (ایکنا) -د طالبانو یو پلاوی د اړیکو د پیاوړي کولو په هدف د پاکستان له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته تللی دی .

ایکناخبری اژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د طالبانو د موقته حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن په ټویټر پاڼه کښې ولیکل د طالبانو د مالیې وزارت څلور کسیزه پلاوی به د پاکستان له چارواکو سره د طالبانو د حکومت د پیاوړي کولو د لارو چارو په هکله د نظر تبادله وکړي .

له دې مخکې هم د طالبانو د خارجه وزیر امیرخان متقي په شمول ددغه ډلې یوشمیرچارواکو د بیلابیلو مسائیلوپه هکله د سلامشورې لپاره اسلام اباد ته سفرونه کړي وو .

د طالبانو حکومت چې په تیرې اګست میاشت کښې یې واک په لاس کښې اخیستی دی د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا لخوا د افغانستان د کابو لس میلیارډه ډالرو دکنګل کولو په دلیل د حکومتي برخې د کارکونکو د معاشونو د ورکولو او د خوراکي شیانو دتامینولو په شمول له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی .

په دغو شرایطو کښې پاکستان او قطر د طالبانو ترټولو مهم سیاسي او مالي ملاتړي ګڼل کیږي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i110312 

captcha