ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان په هرات ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر نعیم الحق په دغه هیواد کې د انجونو دزده کړې د دوام لپاره د موقته حکومت د پروګرانونو او پلانونې خبر ورکړ .
نعیم الحق حقاني ووئیل،د طالبانو دموقته حکومت مسئولان د انجونو د زده کړې مخالف نه دي ،خو د مګړئ په یوه داسې جامع پلان برابرولو بوخت دي څو میرمنې د تیر وخت په نسبت په لاښه ډول خپلو زده کړو اوتربیّت ته دوام ورکړل شي .
حقاني ډاډ ورکړ،انجونې به په نوی تعلیمي کال کې ښونځیو ته لاړې شي او هیڅوک د میرمنو دزده کړې خنډ نه کیږي .
د هرات د کلتور او اطلاعاتو د ادارې مشر په دوام کې ووئيل،د میرمنو د د کار او اقتصادي فعالیتونو د دوام لپاره د طالبانو دحکومت د لومړي وزیر له اقتصادی مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي سره مشورې دوام لري .
نعیم الحق حقاني زیاته کړې ، دهیواد مرکزي مسئولانو ډاډ ورکړی چې هڅه به وکړي ،څو تاجرې میرمنې بیرته خپل کار ته دوام ورکړل شي .