ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ دافغانستان په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګرۍ دیوې اعلامیې په خپرولو سره رسنیو ته وویل: د سیاحتي وېزو د ورکړې بهیر له سره پیل شوی او هغه کسان په لومړیتوب کې دي چي له مخکې ئې نامې نامی کړي وِي .
د ایران اسلامی جمهوریت حکومت څه موده مخکې اعلان کړی و چي د اومیکرون وایرس د خپراوی د مخنیوی په موخه یې له ګاونډیو هیوادونو سره ځمکني سرحدات د ۱۵ ورځو لپاره بند کړي دي.
دا پرېکړه د ایران د اسلامي جمهوریت د کرونا وبا سره د مقابلې د کمیټې له لوري شوې ده.