ایکناخبری اژانس راپور راکړ ، د متحده عربي اماراتو د شارجې د قرآني سنټر کمپلیکس ،د ۲۰۲۰کال ددسمبر په پنځّه ویشتمه نیټه د شارجې د و اکمن شیخ سلطان بن محمد القاسمي په شتون سره افتتاح شوی دی . د ودانۍ معماري د هغې اسلامی معمارۍ له هنره اخستل شوی چې دنړۍ په سویه ئې پخپل ډول کې متحده عربی امارات په یوه تر ټولو ولولناک ټاټوبی بدل کړی دی .
د شارجې قرآن کمپلیکس په یوه ځاي کې په کابو اته زره مربع میټرمساحت سره جوړ شوی او څلوردیرش هالونه او کوټې پکې شته دي .دغه کلتوري کمپلیکس په مختلفو خطي،چاپي،صوتي او ډيجیټلي بڼو کې د قرآن کریم د چارو د اهتمام په موخې سره له څيړنو څخه په ملاتړ سره فعالیتونه کوي او دغه راز له اماراتو څخه په داخل او بهر کې هم د ډيرو قرآني پروژو ملاتړ کوي .
دقرآن کمپلیکس اوه قراني میوزیمونه لري او د شارجې د حاکم دحکم په سبب، دغه کمپلیکس،خپلو موخو ته د رسیدا لپاره د بشپړ قانوني ظرفیّت او حقوقي ځائيګي څخه برخمن دی او له مالی او اداري پلوه خپلواکه دی .
په دې اړه یو ویډیوئي کیپ ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .