ایکناخبری آژانس د فلسطین وفا له قوله راپور راکړ،د امریکا د یهودي لږکي کلیساګانو او اورګانونو،په آسټریلیا کې دسیډنې جشنوارې دبایکاټولو غوښتنه وکړه . دوي دیوه انټرنیټي طومار په لاسلیک کولو سره د صهیونیستي رژيم دتوکمپالو سیاستونو او دغه راز د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې دښارګوټو جوړونې له دوام سره خپل مخالفت اعلان کړ . په دغه طومار کې راغلی دي ، مونږ د سیډني جشنوارې د بایکاټولو په بلنې ورکولو سره د فلسطین له ملت سره په پيوستون کې دمهمې شیبې شاهدان یوو،ځکه چې په آسټریلیا کې د اسرائيلو سفارت ، له دغې جشنوارې سره د شل زره ډالرو مرستو کړي دي . په یوې هغې آنلاین نظر غوښتنې کې چې د یهودیانو د انتخاباتو د موسیسې په وسیله د تیر جون اته ویشتمې نیټې څخه د جولائي تر لومړۍ نیټې پورې دانټرنیټ له لارې ترسره شوي ،او اته سوه یهودیانو پکې ګډون کړی،د اسرائیلو له نیواکګر رژيم څخه د امریکائي یهودیانو د سختې کرکې او نفرت ښودنه کوي . https://iqna.ir/fa/news/4029203