تهران (ایکنا) – په سوشل میډیا کې د یوه عراقي او یوه ایراني قاري په ګډه دتلاؤت یوه برخه خپره شوي چې د خلکو د هڅونې وړ ګرځیدلې ده .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ ، په هغه فلم کې چې د ایران د یوه قاری سید جواد حسینی د ایران د دیوې قرآني ټولنې په پروګرام کې د ضحی سورې تلاؤت کوي ، خلکو ډير ستایلی دی .
همداراز د عراق یو قاري میثم تمار هم د ضحی سورې ځيني آیتونه په حسینی حرم کې تلاؤت کړي او د تلاؤت یوه برخه ئې داسې انداز سره تلاؤت کړی چې خلکو هم هڅولی او هم ئې ورسره ملګرتیا کړې او ورسره ئې تلاؤت کړی دی .
په دې اړه خپور شوی فلم ستاسو خدمت ته وړانډې کوو .