ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په ۲۰۱۸ میلادي کال کې امریکا په رسمي توګه د له جامعې نړیوالي موافقې څخه په وتلو سره نه یوازې په ایران باندې پخواني بندیزونه بیرته ولګول ، بلکې نور بندیزونه ئې هم ولګول.
د ایران په وړاندې د امریکې د بندیز او د دباؤ د سیاست له ماتي خوړلو وروسته، یوه امریکایي چارواکي ویلي چي د ایران د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو پوري اړوند بندیزونه به معاف کړای شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده، وویل: ځینې خبرونه د ایټمي فعالیتونو څخه د بندیزونو د معافیت په هکله خپاره شوي او ټوله په دې پوهیږو چي دا کفایت نه کوي.
خطیب زاده زیاته کړه: هغه څه چي باید امریکا ئې تر سره کړي په ټولو زمینو کې په ایران باندې د لګول شویو بندیزونو ختمېدا ده.