IQNA

د ایران د نظر وړ بندیزونه هماغه شان پاتې دي 

15:38 - February 07, 2022
د خبر لمبر: 3485377
 تهران (ایکنا) - د ایران خارجه وزیر  ووئیل دا چې   په راتلونکو شپو ورځو کې  خبرې اترې  د یوې ښې موافقې سبب وګرځول شو، د امریکا او اروپائي ټرايئکا درو هیوادونو د نیّت او چلند نوښت سره اړه لري . هغه څه  چې ایران ته ورګرځي  په خوشبینۍ ،ښه نیّت او جدیّت سره به یوې ښې او حتی فوري موافقې ته درسیدا  لپاره  خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو  

ایکناخبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ ،د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان  نن په تهران کې د فنلینډ له خارجه وزیر پکاهاویستو سره له کتنې وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې د بندیزونو په حوزې کې د ایران دغوښتې وړ برخې ته  توجه نه ده شوې ،ووئيل ،په خوشبینۍ او ښه نیّت او جدیت سره په ویانا کې یوې ښې او حتی فوری موافقې  ته درسیدا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو .

د فنلینډ خارجه وزیر پکاهاویستو نن سهار تهران ته په رسمي سفر پسې  په خارجه وزارت کې د ایران له خارجه وزیر سره خبرې اترې وکړې .  

دایران خارجه وزیر په ګډ خبری کنفرانس کې دغه راز ووئيل،د ویانا له خبرواترو څخه د وروستیو متنونو په لیدو کې تردې دمه د بندیزونو د لیرې کیدا په حوزې کې د مونږ د نظر وړ بندیزونو ته خاص توجه نه ده شوې .  

 هغه دغه راز زیاته کړې ،د ایران مرکچي ټيم  به  په راتلونکو ورځو کې په ویانا کې په هغه سند کې چې ټاکل شوې ده موافقه پرې وشي ، تمرکز وکړي او په هغه سند کې  مختلف لوري  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو ژمنتیاؤ ته بیرته ستنیدا اوخپله پابندي وښئ .

 د ایران خارجه وزیر ووئیل دا چې په راتلونکو شپو ورځو کې  خبرې اترې د یوې ښې موافقې سبب وګرځول شو،د امریکا او اروپائي ټرايئکا درو هیوادونو د نیّت او چلند نوښت سره اړه لري .هغه څه چې ایران ته ورګرځي  په خوشبینۍ ،ښه نیّت او جدیّت سره به یوې ښې او حتی فوري موافقې ته درسیدا  لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو  

د فنلینډ خارجه وزیر پکاهاویستو هم په دغه ګډ خبري کنفرانس کې ووئيل ، مونږ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ملاتړي یوو او هیله مند یوو دغه نړیواله ایټمی موافقه احیاء شی او پوهیږو ایران د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره ښې ملګرتیاوې  لري او په نهایت کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د بریالیو خبرواترو نتیجه د دواړو هیوادنو ترمینځ د مبادلاتو د زیاتیدا لپاره  یو ښه فرصت کیدلی شي .

 دفنلینډ خارجه وزیر  ټيڼګار وکړ ،په بې صبرۍ سره منتظر یوو ،د ویانا دم ایټمي خبرواترو په باب کومه ښه موافقه وشي .

په یمن کې د جنګ  پر دریدا او دغه راز په افغانستان کې د درستو قومونو او قومیّتونو په ګډون سره د یوه ټول شموله حکومت پر جوړیدا ټينګار  د ایران او فنلینډ د خارجه وزیرانو د خبرواترو یو بل چورلیز ؤ .

https://www.farsnews.ir/news/14001118000375/امیرعبداللهیان

captcha