ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي شمخاني د امریکا د حکومت متفاوت غږونه په ویانا کښې د سیاسي فیصلو د غورو کولو لپاره د ضروري کوټلتیا د نه لرلو نښه وبلل .
د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا منشي علی شمخانی ووئیل د امریکا حکومت نه غواړي د خپلو داخلي اختلافاتو لګښت د ایران د ملت د قانوني حقوقو په ضایع کولو سره ورکړي .
د بایکاټونو د ختمولو د خبرو اترو اتم (۸) پړاو د ایران او د څلور (۴) جمع یوې ډلې جرمني ، فرانسې ، بریتانیا ، روسیې او د چین او د اروپايي اتحادیې د استازي په ګډون سره د تیر میلادي کال د دسمبر دمیاشتې له اوویشتمې (۲۷) نیټې څخه پیل شوي دي .
په دغو خبرو کښې ګډون کونکي پلاوي اعتراف کوي چې خبرې اترې له ځینو پیچلتیاو سره سره مخ ته روانې دي او پرمختګ یې کړی دی .
د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار لري هر څومره مقابل لوری د بایکاټونو د لغو کولو لپاره چمتووالی ولري او د بایکاټونو په لغو کولو کښې د ایران د نظر وړ لارو چارو د منلو لپاره جدي اراده ولري نهايي موافقې ته د رسیدا وخت به رالنډ کړي .