IQNA

د افغانستان په چارو کې دایران ځانګړی استازي دطالبانو له خارجه وزیر سره وکتل

16:22 - February 23, 2022
د خبر لمبر: 3485457
تهران (ایکنا) -  د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمی  نن په کابل کې د طالبانو د  موقته حکومت  له خارجه وزیر اود انرزۍ او اوبه خور له وزیر سره لیده کاته وکړل .

ایکناخبری آژانس  د ایرنا له قوله راپور راکړ، دد افغانستان وضعیّت ، د معدنو ،کرهڼیزو چارو، ریلي چارو او همداراز د سیمې بدلونونو ارزول،د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي  او د انرژۍ او اوبو د وزارت له سرپرست  سره  د  افغانستان په چارو کې د ایران دځانګړي استازی د خبرواترو  چورلیز ؤ .

د طالبانود خارجه وزارت سرپرست د ایران او افغانستان د چارواکو ترمینځ د خبرواترو په مثبت بللو سره  د دواړو هیوادونو داړیکو په پراختیا ټينګار وکړ همداراز د  طالبانو د انرژۍ او اوبه خور وزیر هم په دغې کتنې کې د بریښنا او انرژۍ په باب د خپل حکومت سیاستونه تشریح کړل .

د افغانستان په چارو کې دایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی استازي کاظمي قمي  په دغې کتنې کې  د افغانستان د کانونو ، کرهڼې ، انرژۍ  او ریلي چارو په برخو کې د پانګونې لپاره د ایران داسلامی جمهوریت چمتووالی اعلان کړ  او وې وئيل ، د یوه آباد او باثباته افغانستان  شتون د درستو ګاونډیانو او دسیمې د درستو هیوادونو او ولسونو په ګټه دی او دا  هاله امکان لري ، چې په دغه هیواد کې  کراری وي او  خلک هم د طالبانو  له واکوالۍ راضي وي .

ځينو کارپوهانو  ددغې کتنې مهم چورلیز له هیرمند څخه  د ایران د حقابه په باب خبرې اترې  عنوان کړي دي .

داپه داسې حال کې دي چې  تیره ورځ د طالبانو دموقته حکومت د انرژۍ او اوبه خور وزارت  ایران ته هیرمند سین د اوبو دنه رسیدا علت ، تخنیکي مشکلات  بللي او وئيلي ئې دي ، هغې معاهدې ته چې  د ایران او افغانستان ترمینځ په ۱۳۵۱لمریز کال کې  داوبو په باب شوې د ه ژمن دي . دغه وزارت پخپلې اعلامیې کې  دغه راز وئيلی دي ، چې دهلمند دسین اوبه ، ایران ته له قصده  نه ،بلکې د  فني مشکلاتو له امله  نه دي رسیدلي.  البته  ددغې موضوع په باب  د ایران او افغانستان د اړونده چارواکو خبرې اترې هماغه راز دوام لري .

https://www.irna.ir/news/84660515/کاظمی-

captcha