ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي چې ترکیې ته تللی ، وایي،د افغانستان حکومت ټول هغه شرطونه بشپړ کړي دي چې باید په رسمیت وپيژندل شي او افغانانو سره باید هغه تعامل وشي چې د نړۍ له نورو انسانانو سره کیږي .
امیر خان متقي د ترکیې د انتالیا فورم ناستې په څنډې کې یو شمیر خبریالانو سره د خبرو پر مهال یو ځل بیاد امریکا لخوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزدولو غوښتنه وکړه او په ډاګه ئې کړه ددغو پییسو په آزادولو کې باید له افغان ولس سره مرسته وشي ، ځکه چې دا یې روا حق دی.
د طالبانو دحکومت د خارجه وزارت سرپرست دغه راز ووئيل، نړیوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي ځکه چې افغانستان د مرکزي اسیا او سویلي اسیا دټرانزیټ لاره ده او اوس پانګونې ته هم شرایط برابر او بشپړ امنیت تامین شوی دی همداراز طالبان غواړي ، دډیپلوماتیکو اړیکو په برخه کې له نړۍ سره نارمل اړیکې ولري .
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي ،ددغې ناستې په څنډه او د ترکیې د ولسمشر رجب اردوغان لخوا د ورکړل شوي میلمستیا پر مهال امیر خان متقي د ګڼ شمیر هیوادونو له استازو او د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر یو شمیر موضوعاتو خبرې کړې دي.