IQNA

دعراق په اربیل کې د موساد اطلاعاتي مرکزونه په توغندیو وویشتل شول

15:05 - March 13, 2022
د خبر لمبر: 3485529
تهران (ایکنا)- دعراق په اربیل کې  د صهیونیستي رژيم د ځانګړو عملیاتو او جاسوسۍ ادارې (موسا) دوه ستر مرکزونه ،نن سهار وختي  په توغندیو وویشتل او تباه کړئ شول

ایکناخبری آژانس راپور راکړ ، بیګانیمه شپه یعني د شپې یوې بحې او شل منټو باندې  دعراق په کردستان سیمې  کې په اربیل کې په څو سیمو دغه توغندي ورول شوي دي .

 راپورونه ښئ چې  د اربیل هوائي ډګر په شاوخوا کې  او دغه راز په اربیل کې د امریکائي کونسلګرۍ  سره نزدې  څوارلس توغندي لګیدلي  دي .په راپورونو کې وئيل شوي دي ، چې  ددغه ښار په شمال کې د امریکا دکونلسلګرۍ جوړیدونکی ودانۍ  او دغه راز د کردستان ۲۴ټيلویژنی چینل  سټیشن هم ددغو توغندیو په شیشت کې ورغلی دی .

 همداارز دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، چې سهار وختي شل منټه د پاسه یوه بجه ئې د عراق د حکومت په خبرولو سره په اربیل کې  د وحشي صهیونیسټي  رژيم د موساد جاسوسي ادارې  دوه مرکزونه په شیشت کې راوستي او درندۀ تاوانونه ئې وراوړولي دي او دا عملیات  څو ورځې مخکې د سورئې   د دمشق په شاوخوا کې د ایران د سلاکارۍ پر یوه ټیم د اسرائیلو د توغندوي حملې په غچ کې ترسره شوي دي .

په دغې اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی  دی ، هرډول شرغواړی  اقدام  به د سپاه پاسدارانو له سختو ،پریکنده او تباه کونکو ځوابونو سره مخ شي

https://iqna.ir/fa/news/4042480/واکنش‌ها-ب

captcha