د ایران د اسلامي جمهوریت د ملی امنیت د شورا منشي په خپله رسمي اکاونټ کې ولیکل: د هیواد ټول ارکان د کورني او بهرني تبلیغاتو لیري د ملي ګټو په لړ کې هلي ځلي کوي. هغه زیاتوي:ترهغه چي مونږ خپلي قانوني او منطقي غوښتنو په لړ کې یوې پیاوړې موافقې ته و نه رسیږو په ویانا کې مذاکراتو ته دوام ورکوو. د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه مسئولیت منونکی هیواد په توګه تل ویلي چي امریکا هغه هیواد دی چي د ایټمي انرجیو له نړیوالې موافقې څخه په غیرقانوني توګه وتلې ده نو امریکې ته پکار ده چي د بندیزونو په لیري کولو او د خيل صداقت په ثابتولو سره دې موافقې ته راستانه شي. https://parstoday.com/ps/news/iran-i113440