IQNA

افغان پوهنتونوال د پوهنتونونو په حالت خوابدي دي

16:52 - March 14, 2022
د خبر لمبر: 3485537
تهران (ایکنا) -د پوهنتونونو د خلاصولو په لړ کښې د طالبانو له مثبت ګام سره سره، په پوهنتونونو کښې موجودې ستونزې او کمښتونه د محصلینو او استادانو د اندیښنې لامل شوي دي

ایکنا خبری آژانس  دپارسټو ډې له قوله راپور راکړ، دافغانتسان د بلخ پوهنتون محصلینو او استاذانو د پوهنتونونو د بیرته خلاصولو د پریکړې په وجه د طالبانو له لنډمهاله حکومته په مننې او قدرتې سره سره، په کمښتونو په تیره بیا د تجربه کاره استاذانو په کمي باندې نیوکه کړې ده.

افغان پوهنتوال وايي چې د امریکا په هڅولو او پروپاګنډو سره او په کلي توګه د طالبانو خلاف د لویدیځ د بدو اقداماتو په وجه  د علمي کادر کډه کیدو، د افغانستان پوهنتونونه د استادانو له کمي سره مخامخ کړي دي او دا نیمګړتیا د محصلینو د نارضایتۍ لامل شوې ده.

هغوي د بودجې کمی او د تجربه کاره استادانو نشتوالی د هیواد علمي او تخصصي سطحې ته سخت تاوان وباله.

د وروستیو احصائیو له مخې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د افغانستان له یوازې دریو پوهنتونونو څخه ۲۲۹ تنه تجربه لرونکي استادان د امریکې د تبلیغاتو تر اغیزې لاندې او د بودجې د کمي او له امله یې د افغانستان د لوړو زده کړو د برخې استادانو ته په وخت د معاشونو د نه ورکول کیدو په وجه نورو هیوادونه ته مخه کړې ده.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i113410

captcha