IQNA

په کابل کې د امام الزمان(ع)د نیکمرغه زوکړې په مناسبت جشن جوړ شو

13:04 - March 19, 2022
د خبر لمبر: 3485554
د ایکناخبری آژانس درست کارونکي  په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکي وایوو .

ایکناخبری آژانس د شفقنا له قوله راپور راکړ،د افغانستان په کابل کې د اهل بیت علیهم السلام  مینه والو ځوانانو، د حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د صلواتي پروګرامونو په جوړلو سره په خلکو کې شربت او میټایانې وویشلې .

 په راپور کې وئيل شوي ددغو صلواتي پروګروامونو ترسره کیدا د  پنځون دژغورونکي د میلاد په مناسبت په خپرونو سره ډيرې په زړه پورې او ښکلي منظرې او ځلاوې وپنځولې چې د هر پلي تلونکي توجه ئې جلبوله .

د حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف نیکمرغه زوکړه دشعبان په پنځلمسه نیته  په درستې نړۍ په تیره بیا  دایران ، افغانستان پشمول د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې په پرتم سره پرون ولمانځل شوه .او دکابل ښار به لویدیځ کې په ډیرو جوماتونو کې هم  دغه دستورې ترسره شوې .

https://af.shafaqna.com/FA/507168

captcha