IQNA

طالبان په افغانستان کې د نوروز د دستورو دترسره کیدا مخه نه نیسي

11:40 - March 20, 2022
د خبر لمبر: 3485559
تهران (ایکنا) -له دې مخکې   په افغانستان کې د طالبانود حکومت دامر باالمعروف او نهی از منکر د وزارت د اطلاعاتو د برخې مشر او وییندوي  مولوی  محمد صادق  عاکف مهاجر د نوروز او نوی لمریز کال د پيلیدا ددستورو په باب د طالبانو د  نظر په اړه  وئيلي ، د نوروز اختر له مونږ سره اړه نه لري او ضرورت نه ویني چې  دنوروز جشن ولمانځي .

ایکناخبری آژآنس د صداو سیماله قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت ویندوي ذبیح  ا... مجاهد په افغانستان کې د نوروز د دستورو دترسره کیدا په باب  نن  په کابل کې   په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،سره له دې چې د نوروز  تجلیل نه کوو ،خو دغه حکومت په افغانستان کې د نوروز د دستورو دترسره کیدا مخه نه نیسي.

  له دې مخکې   په افغانستان کې د طالبانود حکومت دامر باالمعروف او نهی از منکر د وزارت د اطلاعاتو د برخې مشر او وییندوي  مولوی  محمد صادق  عاکف مهاجر د نوروز او نوی لمریز کال د پيلیدا ددستورو په باب د طالبانو د  نظر په اړه  وئيلي ، د نوروز اختر له مونږ سره اړه نه لري او ضرورت نه ویني چې  دنوروز جشن ولمانځي .

 د نوي لمریز کال  د رارسیدا په درشل کې  د افغانستان زیاتره خلک  دنوروز د جشن جوړول غواړي .دوي وائي  نوروز یو کلتوری جشن دی او  لمنانځل ئې د افغانستان د ولس یو پخوانی  او دودیز دود  دی  .  

https://www.iribnews.ir/fa/news/3392925/طالبا

captcha