IQNA

د نړیوالې ایټمي موافقې نهائي مرحلې ته نزدې شوي یوو

7:49 - March 22, 2022
د خبر لمبر: 3485573
تهران (ایکنا) -په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ایران په ضد دبندیزونو د ختمولو د خبرواترو اتم پړاؤ چې د فرورۍ له اتمې نیټې پیل شوی د مارچ په یولسمه نیټه  د څوم ځل لپاره تر څو ورځو پورې ځنډیلی دی .

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر له خپل عراقي همڅنګ سره په ټيلیفوني تماس کې ددې خبرې په کولو سره چې  په ویانا د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ دنړیوالې  ایټمي موافقې نهائي مرحلې ته  نزدې شوي یوو ، روښانه کړه ،  امریکا باید دخپلې  ادعا په اساس په عمل کې ښه   نیّت وښئ .

په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ایران په ضد دبندیزونو د ختمولو د خبرواترو اتم پړاؤ چې د فرورۍ له اتمې نیټې پیل شوی د مارچ په یولسمه نیټه  د څوم ځل لپاره تر څو ورځو پورې ځنډیلی دی .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا د عراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په ټيلیفوني تماس کې  دنوروزو داختر  په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ، د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په باب بحث او دنظر تبادله وکړه .امیر عبداللهیان په دغو خبرو کې د بندیزونو دلغوه کولو لپاره  دویانا دخبرو اترو په باب ټینګار وکړ ،په پاتې ډيرو  مهمو  او لږو موضوعګانو کې مو د اروپائي اتحادئې د غږملونکي  له لارې امریکایانو ته  یو لړ نوښتونه وړاندې کړي دي ،اوس دا امریکائي لوری دی چې  باید دخپلې ادعا په اساس ښه نیّت په عمل کې وښئ.

  د ایران خارجه وزیر همدرااز په اسلام اباد کې  د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره، چې نن او سبا ترسره کیږي ،پر هغو موضوعګانو د نوموړي  موسیسې دتمرکز  غوښته وکړه ، چې  د اسلامی امت د یوزړتوب د فضا له پیاوړتیا او پیوستون  سره مرسته کوي

https://parstoday.com/ps/news/iran-i113724

captcha