IQNA

د اسلامی ملګرتیا موسیسه دې په اسلامی نړۍ کې د صهیونیسټي رژيم د نفوذ مخه ونیسي

7:54 - March 24, 2022
د خبر لمبر: 3485583
 تهران (ایکنا) -خطیب زاده  زیاته کړه ،  دخپل پلار نیکۀټاټوبي ته د درستو فلسطینیانو بیرته ستنیدا  او د قدس شریف  په همیشنۍ پلازمینې د فلسطین د خپلواکه حکومت  جوړیدا ، هماغه راز باید  په لو مړیتوب  کې مطرح او دغه لوړ هدف ته رسیدا باید د درستو اقداماتو په سر کې شي .

 

ایکناخبری آ ژانس د فارس له قوله راپور راکړ  ، د پاکستان په اسلام اباد کې د اسلامی  ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډې کې د ایران استازي سعید خطیب زاده  ټینګار وکړ،اسلامی ملګرتیا موسیسه دې  په اسلامی نړۍ کې د صهیونیسټي رژيم د نفوذ مخه  ونیسي . 

سعید خطیب زاده  پرون ناوخته په اسلام اباد کې په دغې غونډې کې پخپلې وینا کې  ووئيل ، له اسلامی هیوادونو سره د اړیکو دعادی کولو دسیاست د پرمخ بیولو  کې  د صهیونیسټ رژيم  او د هغو د اصلی ملاتړې  امریکا سپيرۀ سیاستونه ددغې موسیسې د ځينو غړو له ګروهنې او هرکلي سره  مخ دي او دا چاره  د اسلامی امت د وحدت او نیکمرغۍ د داغي کیدا لپاره  یوه خطرناکه چاره د ه .

 خطیب زاده  زیاته کړه،د خپل پلار نیکۀټاټوبي ته د درستو فلسطینیانو بیرته ستنیدا او د قدس شریف په همیشنۍ پلازمینې د فلسطین د خپلواکه حکومت  جوړیدا،هماغه راز باید  په لو مړیتوب کې مطرح او دغه لوړ هدف ته رسیدا باید د درستو اقداماتو په سر کې شي .

 سعید خطیب زاده همداراز ووئيل،د فلسطین  خلک  دخپل ټاټوبو د بې رحمه نیواک له دوامه ډیر کړیږي او ترټولو لومړنیو انساني حقوقوڅخه هم محروم دي .

د ایران د اسلامی جمهوریت استازي  دغه راز ووئيل،اسلامی ملګرتیا موسیسه دې د اړیکو دعادي  کونې د منحوس سیاست د پرمخ بیولو په چارې کې  له هرډول سازباز کونکي اقدام  سره پر جدي مخالفت  مشتمل  دخپل همیشني دریځ باندې په ټينګار سره،دغه راز د اسلامی امت د وحدت او نیکمرغۍ د له مینځه وړونکي دغه آفت په ضد دې  ملموسي اقدامات غوره کړي او په اسلامی نړۍ کې دې د صهیونیسټي رژيم د نفوذ مخه ونیسي . د خطیب زاده په وینا ، ،د سازش کونکو  تاریخي تجروبه  ښئ  وحشي صهیونیسټي رژيم د فلسطین ا و  نورو اسلامی  هیوادونو په وړاندې ،  دهویّت له تباه کولو، ویشلو  او نیواکګرۍ، ناکراریو   او د خپلو مسلمانو متحدانو  لپاره له نابودۍ پرته بل هیڅ هدف نه لري او  له هر څه مخکې همدغو  سازشکارانو ، د اسلام د پاک دین  او قدس شریف  سره دخیانت  تریخ خوند څکلی دی . 

په دغې ناستې کې د اسلامی ایران استازي  روښانه کړه ،ایران د افغانستان له ولس سره په ملګرتیا او بشبړ یوزړتوب سره،موقته سرپرست  حکومت  دټول شموله  حکومت جوړیدا او د ښځو او ماشومانو د حقوقو د رعایتولو پشمول د نړیوالو پيژندل شوو ژمنتیاؤ پوره کولو ته هڅوي ، اسلامی ایران همداراز د سورئې د ولس دبشپړ  امنیت او هوساینې د تامینولو د ضرورت په ملاتړ سره ،د سورئې په ضد دصهیونیسټي رژيم پوځي حملې په کلکه محکوم  کوي .

سعید خطیب زاده همداراز ووئيل ،ایران تل د سوله ایزو رودو د کارولو او دخبرواترو له لارې ددغې موسیسې له غړوهیوادونو سره داړونده  اختلافاتو او مسئلو د حل  ملاتړ کړی دی .

 https://www.farsnews.ir/news/14010103000474/خطیب

captcha